په مکرر ډول پوښتل شوې پوښتنې
-
1. زه له کومه ځایه کولای شم NZB کاریال ډاونلوډ کړم؟
:کاریال د انډرویډ اپ په ډېری پلورنځیو کې موجود دیNZB Play Market, Amazon, Bemobi, Huawei AppGallery.
-
2. کومې وسيلې له No Zero Balance سره مطابقت لري؟
. کاریال د انډرویډ اپ آی له 16 او تر دې پورته نسخو سره مطابقت لريNZB
-
3. آیا زه کولای شم No Zero Balance په خپل آیفون کې نصب کړم؟
نه
-
4. کوم چلوونکي په No Zero Balance سره ملاتړ شوي دي؟
د No Zero Balance کاریال د مبایل په ګڼ شمېر چلوونکو کې د مخکې او وروسته اداينې په سيم کارتونو کې د استتفادې وړ دی.
-
5. آیا له NZB څخه د استفادې په موخه انټرنټ ته اړتیا لرم؟
هو ). ستاسو د ځیرک تلفون له انټرنټ څخه استفاده کوي (وای فای یا د مبایل ډټاNZB
-
6. ایا زه په رومینګ کې NZB کارولی شم؟
هو ستاسو د تلفون چلوونکی کولای شي د ډیټا رومینګ لپاره اضافي فیسونه چارج کړي. ستاسو د تلفون چلوونکی کولای شي د ډیټا رومینګ لپاره اضافي فیسونه چارج کړي.
-
7. زه څنګه کولای شم په NZB کې خپله شمېره ومومم؟
د خپلې تلفوني شمېرې او مبایل شبکې د چلوونکي د موندلو لپاره، د NZB کورپاڼې ته لاړ شئ.
که ستاسو سيم کارت د وروسته اداینې وي تاسو همدارنګه کولای شئ خپله د حساب شمېره ووينئ. -
8. زه څنګه کولای شم په NZB کې د خپل تلفون بيلانس وګورم؟
د خپل تلفون د اصلي بیلانس د کتو لپاره، په کورپاڼه کې د بیا تازه کولو تڼۍ کېکاږئ.
-
9. زه نشم کولای په NZB کې د خپل تلفون بیلانس وګورم، ولې؟
څو دلایل شتون لري چې ولې ستاسو د تلفون بيلانس په NZB کې نه ښکاري:
1. ستاسو په ځیرک تلفون کې سيم کارت نشته.
2. ستاسو د مبایل شبکې چلوونکی د NZB په واسطه نه دی ملاتړ شوی.
3. ستاسو د مبایل شبکې چلوونکی تر اوسه پورې NZB ته نه دی اضافه شوی. ، ته د خپل مبایل شبکې د چلوونکي د اضافه کولو لپارهNZB دا پاڼه وګورئ.
4. تاسو له انټرنټ سره وصل نه یاست. -
10. چېرته کولای شم د خپل تلفون د بیلانس تاريخچه وګورم؟
په خپل تلفون کې د بيلانس د تغیراتو د لیدو لپاره "تاريخچه" مينو کېکاږئ.
-
11. څنګه کولای شم د خپلې NZB اړيکې بيلانس وګورم؟
د "اړيکې" مينو ته لاړ شئ.
اړيکې ته نږدې په تعقیب باندې کلېک وکړئ.
اړيکه به له تاسو څخه د NZB غوښتنه ترلاسه کړي.
هغه يې باید ومني نو تاسو کولای شئ په ”راتلونکي“ ټب کې د هغه د تلفون بيلانس وګوروئ. -
12. څنګه کولای شم خپلو اړيکو ته خبر ورکړم چې زه په خپل ځیرک تلفون کې د پیسو له کمښت سره مخ یم؟
تاسو کولای شئ خپل د NZB پیروانو ته خبر ورکړئ چې ستاسو د تلفون بیلانس په کمېدو دی.
"تنظيماتو" ته لاړ شئ، او په ”NZB کې زما اضافه شوې اړيکې ته زما د بيلانس د کمېدو په وخت کې خبر ورکړئ “کې مبلغ داخل کړئ:
کله چې ستاسو بيلانس دې حد ته راورسېږي، هغوی به له NZB څخه پیغام ترلاسه کړي او ستاسو تلفون ته به بیا کرېډېټ اضافه کړي. -
13. څنګه پوهېدی شم چې څوک په NZB کې زما د تلفون بیلانس تعقیبوي؟
په NZB کې د خپلو پیروانو د ليدو لپاره د "اړيکې" مينو ته لاړ شئ، د ”پیروانو“ ټب انتخاب کړئ.
که تاسو غواړئ چې څوک په NZB کې ستاسو د تلفون بيلانس ونه ګوري، په پیروانو> لرې کړئ باندې فشار وارد کړئ. -
14. څنګه کولای شم له خپلې شمېرې څخه بلې شمېرې ته کرېډېټ واستوم؟
له خپل تلفون څخه بل تلفون ته د پیسو د لېږدولو لپاره، د "لېږد" مينو کېکاږئ، هغه د تلفون شمېره چې غواړئ بيلانس ورته واستوئ داخله کړئ او مبلغ انتخاب کړئ. لېږد
د مبایلونو ډېری چلوونکي د بيلانس د لېږد له خدماتو څخه یوازې په ورته تلفوني شبکه کې ملاتړ کوي. تاسو باید د خپل مبایل له operator سره د نورو شبکو مبایلونو ته د بیلانس د لېږد امکانات چک کړئ. -
15. د NZB وېجېټ څنګه نصب کېږي؟
ويډیويي لارښوونې وګورئ (ويډیو داخله کړئ)
-
16. زما د مبایل شبکې operator تر اوسه د NZB له خوا نه دی ملاتړ شوی. تاسو کولای شئ دا فعال کړئ؟
هو په NZB کې د خپل مبایل شبکې لپاره د USSD کوډونو د اضاله کولو لپاره دا پاڼه وګورئ. تاسو به ترلاسه کړئ د مبایل وړیا کرېډېټ په بریالیتوب سره د نوي USSD کوډ د وړاندې کولو لپاره د انعام په توګه.
-
17. څنګه کولای شم په NZB سره پیسې وګټم؟
تاسو او ستاسو اړيکې د کاریال د بلنو او نصب لپاره د NZB کرېډېټ ترلاسه کوئ.
د NZB کرېډېټ د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو اړيکې باید:
1. کاریال له خپل ارجاعي لېنک څخه نصب کړئ
په لاره واچوئ او د لاسرسي خدماتو ته اجازه ورکړئ2. NZB
3. په خپل سيم کارت سره په NZB کې نومليکنه وکړئ
4. د NZB کرېډېټ جمع کېږي او د تلفون د وړیا کرېډېټ لپاره تبادله کېدی شئ. د NZB کرېډېټ د تېرېدو نېټه نه ختمېږي او بل سيم کارت ته نه لېږدول کېږي. -
18. څنګه کولای شم د خپل NZB ارجاعي لېنک ومومم؟
د خپل NZB د ارجاعي لېنک د موندلو لپاره، د "اړيکې " مينو ته لاړ شئ، ”شريکول“ کېکاږئ.
-
19. آیا که زه خپل ځیرک تلفون بدل کړم نو خپل د NZB کرېډېټ به له لاسه ورکړم؟
نه ستاسو کرېډټ ستاسو له سیمکارټ سره تړلی دی. که تاسو خپل ځیرک تلفون بدل کړئ، کرېډېټ ستاسو په حساب کې پاتې کېږي.
-
20. څنګه کولای شم د لاسرسي خدمات فعال کړم؟
د لومړي ځل په کار اچولو سره به NZB له تاسو وغواړي ترڅو د لاسرسي خدمات فعال کړئ.
د NZB د فعالولو لپاره په راتلونکې پرده باندې No Zero Balance کېکاږئ ترڅو وکولای شئ د بیلانس پیغام چې د مبایل د چلوونکي له خوا تاسو ته استول شوی دی، ولولئ. له دې پرته به NZB کار ونه کړي.
ويډیو وګورئ چې زده کړئ څنګه دا کار وکړئ -
21. څنګه کولای شم له NZB کرېډېټ څخه په استفادې سره په خپل مبایل کې کرېډېټ اضافه کړم؟
د ”اړيکې“ مينو ته لاړ شئ، بیا "بيلانس" کېکاږئ.
د کرېډېټ د اضافه کولو یا د خپلو اړیکو له کتاب څخه د غوراوي لپاره شمېره داخله کړئ.
د کرېډېټ د اضافه کولو مقدار وټاکئ او تصديق يې کړئ.
یادونه: تاسو کولای شئ په خپل مبایل کې یوازې د خپل سيمکارت له هېواد څخه کرېډېټ اضافه کړئ. -
22. زه ولې له NZB څخه د فشار خبرتیاوې نه ترلاسه کوم؟
له NZB څخه د فشار خبرتیاوو د ترلاسه کولو لپاره، د لاسرسي خدمات باید فعال وي. د نورو معلوماتو لپاره پوښتنو ته مراجعه وکړئ.